ننګرهار کې د ۲۶۰ لیتره شرابو نیول کېدل

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي؛ د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټې او جلال اباد ښار درېیمې حوزې مربوطاتو کې امنیتي ځواکونو له لورې د بېلابېلو عملیاتو او پلټنو په ترڅ کې ۲۶۰ لیتره شراب نیول شوي دي .
د خبرپاڼې له مخې؛ د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې او تورخم کمیسارۍ پولیسو د ګډو هڅو په ترڅ کې په تورخم ښارګوټې کې په بار وړونکي موټر کې ۱۹۶ لیتره شراب له یو کس لیږدونکي سره یو ځای نیول شوي.

د خبرپاڼې له مخې؛ یاد شراب په لارۍ موټر کې د سبزیجاتو لاندې ځای پر ځای شوي وو،چې جلال اباد ښار ته یې لیږدول،همدا راز د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه سیمه کې هم سړک تر غاړې اېښودل شوي ۶۴ لیتره شراب تر لاسه کړي دي .
د خبرپاڼې په حواله د شرابو لیږدونکي لارې موټر او تورن کس ننګرهار امنیه قوماندانۍ ته را لیږدول شوي او له نیول شوي کس څېړنې جریان لري .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *