یو ډالر د ۷۸ افغانیو سره برابر

د افغانستان په پلازمینه کابل کې یوه اوونۍ رخصتې د افغانیو پر وړاندې د نورو بهرنیو پیسو له ډلې د ډالر پر وړاندې د پام وړ کموالی موندلی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د اقتصادي برخې د راپور له مخې،د یوې اوونۍ رخصتۍ وروسته د نن ورځ ( غویي ۱۴) په بازار کې د ډالر په وړاندې د افغانۍ بیه د ۷۸ افغانیو سره برابره ده.

دا په داسې حال کې ده چې د لویې جرګې د ترسره کېدو د رخصتیو وړاندې یو ډالر د ۷۷.۶۰ افغانیو سره برابر وو.

د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په دي ډول دي:

یو ډالر د ۷۸ افغانیو برابر

یو یورو د ۱۰۰.۸۰ افغانیو برابر

یو سعودي ریال د ۲۰.۶۰ افغانیو برابر

د اماراتو یو درهم د ۲۱.۱۰ افغانیو برابر

زر ایراني تومان د ۵.۵۹ افغانیو برابر

زر هندې کلدارې د ۵۳۹ افغانیو برابر

د کابل د اسعارو د بازار د مالوماتو له مخې، د افغانیو او نور بهرنیو اسعارو بیې هره شیبه د تغییر په حال کې دي.

د افغانۍ ارزښت په داسې حال کې د سقوط سره مخ شوی چې په دې وروستیو کې مرکزي بانک د هېواد د پولي زیرمو د زیاتیدو خبر ورکړی دی چې  د غلط پولي سیاست له امله په بازار کې ګټور ثابت شوی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *