د پاکستان د کویټې په چاودنه کې ۴۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د پاکستان په کویټه ښار کې د یوه ماین په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۳۰ څخه زیات کسان ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه پیښه تیره ورځ ماذیګر مهال د کویټه ښار په مربوطاتو کې د«سبزۍ»د خرڅلاو په یوه بازار کې ترسره شوي چې ډېرې هستوګن یې شیعه ګان دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو رویټرز ته ویلي دي چې په دې پیښه کې لږ تر لږه ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

یو شمېر محلي سرچینو ویلي دي چې په پاکستان کې میشت یو شمېر افغانان هم ددې پیښې په وژل شویو او ټپیانو کې شتون لري.

د«تحریک پاکستان» ترهګرې ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

په ورته وخت کې د ملې وحدت حکومت اجراییه رئیس هم دغه برید غندلی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي«د افغانستان او پاکستان ګټې هغه وخت تامینیږي چې د ترهګرۍ د له مینځه وړلو لپاره په صداقت سره یو بل ته لاس ورکړو».

د شواهدو له مخې د تیرو دې ډول پیښو څخه روښانه کیږي چې په کویټه ښار کې ددې بریدونو اصلې موخه شیعه وګړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *