د کندز پر مرکز د وسله والو طالبانو ډلیز برید

وسله والو طالبانو د تیرې شپې د نیمایي برخې څخه د کندز ولایت د مرکز په څو نقطو بریدونه کړي او د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شوي دي.

د کندز د ولایتي شورا مرستیال،امرالدین ولي خاور میانه خبرې اژانس ته وویل:  چې د تیرې شپې راهیسې د کندز ښار د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سختې جګړې شاهد وو او اوس مهال هم امنیتي حالت عادي نه دي.

نوموړي زیاته کړه؛  چې نظامي ځواکونه له تیرې شپې راهیسې د خپلو مواضعو څخه دفاع کوي او نن هم د تیارسۍ په حالت کې دي او ښار په بشپړ ډول جنګي وضعیت خپل کړی دی.

د ولي د خبرو له مخې،په دې جګړه کې دواړو لوریو ته درانه تلفات اوښتي؛  مګر لا تر اوسه یې دقیق شمېر په لاس کې نشته.

وسله والو طالبانو په داسې حال کې خپلو ډلیز بریدونو کې زیاتوالی راوستی چې ټاکل شوي ده څو نورو ورځو پورې د افغانستان د حکومت سره خبرو اترو ته کینې.

د کندز ښار او ولایت د شمال د نا امنه ولایتونو له ډلې څخه دی چې هر ځل د وسله والو طالبانو د نښتو سره مخ کیږي او همدارنګه څو ځله سقوط شوی هم دی.

وسله والو طالبانو هم ویلي دي ؛ چې تیره شپه یې د کندز ـ خان اباد په عمومي سړک برید کړی او د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *