د شیزادو ولسوالی برید کې ۵۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار چارواکي وایې په شیرزادو ولسوالۍ مقام تروریستي برید د ۲۷ وسله والو طالبانو په وژل کېدو سره له ماتې سره مخ شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ مقام ودانۍ ته نږدې تېره شپه وسله والو طالبانو د بار وړنکو موټرو په وسیله دوه ځانمرګي موټر بم چاودنې کړي او له هغې وروسته یې په ولسوالۍ مقام کې له امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړې.

د نوموړي په خبره؛  د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۲ نور  ټپيان شوي ،چې  په همدې سره پر ولسوالۍ مقام تروریستي برید هم له ماتې سره مخ شوی.

خوږیاڼی زیاتوي؛ په دې پېښه کې ۲  امنیتي ځواکونه وژل  شوي او ۸ نور ټپیان دي.

خوږیاڼی وایې په ټپیانو کې د دوو تنو حالات د اندیښنې وړ دی.

دننګرهار مسولین  وایې په دې جګړه کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *