ټرامپ: د اسراییل څخه د دفاع لپاره مو «برجام»پریښود

د امریکا جمهور رئیس،بلاخره اعتراف وکړ چې د اسراییل د رژیم څخه د دفاع او ملاتړ لپاره د اتومي تړون«برجام» څخه وتلی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،ډونالډ ټرمپ  د«یهودي جمهوري غوښتنونکو د ایتلاف»په نوم په یوه کلنۍ غونډه کې څرګنده کړه چې امریکا یو کال وړاندې د ایران سره د تاریخ د یوه خطرناک او یو طرفه تړون یعني برجام څخه ووتله.

نوموړي دوام ورکړ:« ځکه چې ایرانیانو غوښتل اسراییلیان ووژني او خاوره یې له مینځه یوسي.»

ټرمپ زیاته کړه چې روښانه کړئ په تړون کې دداسې یوه هېواد پاتي کېدل چې«مرګ پر اسراییل» شعار ورکوي،یعنې څه لپاره؟ په همدې دلیل امریکا د دغه تړون څخه ووتله.

د امریکا جمهور رئیس وویل:«په اوس وخت کې ایران په سختو بندیزونو کې محاصره شوی دی او نور هغه هېواد نه دی چې زما د کار د پیل په وخت کې وو.»

دا په داسې حال کې ده چې تیر کال ډونالډ ټرمپ په غیر قانوني ډول د نړیوالو قوانینو په ماتولو سره د برجام اتومي تړون څخه ووت چې« ۵ جمع یو» هېوادونه پکې شامل وو او پر ایران یې سخت بندیزونه ولګول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *