جلال اباد ښار چاودنې درې تنه ټپیان کړل
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې؛ نن یکشنبه د وري ( ۱۸ نیټه) سهار شاوخوا یوولس بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند د حج اوقاف ریاست ته څیرمه چاودنې درې تنه ټپیان کړل.
عیني شاهدان وايي چاودنه په یو ډاډسن ډوله موتر شوې، چې د یو شخصي پلورنځي مخې ته ولاړ و.
بل لور ته ولایتي چارواکي وایي، چاودیدونکي توکي د شمشاد په نامه د یو شخصي پلورنځي مخې ته ځای پرځای شوي وو، چې له امله یې چاودنه رامنځته شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وویل، په چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي دي، چې د درملنې په موخه دعامې روغتیا روغتون لیږل شوي دي.
خو نوموړي د ټپي شویو کسانو د هویت په اړه څه ونه ویل.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د دې ښار په څلورمه ناحیه کې دوه چاودنو د څلورو ښځو په ګډون ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.