ایران ،د امریکا فوځ د ترهګرو په لیست کې شاملوي
ایراني چارواکي د امریکا د جمهور رئیس په خبرو باندې په تند غبرګون ښکاره کولو سره چې ټاکل شوي ده ددغه هېواد د سپاه پاسدارانو ځواکونه د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړي وایي چې امریکا د ایران ملې ګټې په نښه کړي دي؛سوداګریزې جګړې ته په لمن وهلو سربیره ملې امنیت هم ګواښي.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې ددغه هېواد د ملې امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون رئیس حشمت الله فلاحت پیشه پر خپل ټویټر لیکلي«په هغه صورت کې چې امریکا سپاه پاسداران د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړي،تهران به هم د داعش تر څنګ ددغه هېواد نظامیان په تور لیست کې ونیسي.»
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ؛چې غواړي د ایران سپاه پاسداران د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي.
د«برجام»تړون څخه د واشنګټن د وتلو وروسته د ایران او امریکې ترمینځ کړکیچ زیاتوالی موندلی او تازه یو شمېر ایراني چارواکي او نهادونه د امریکا د تازه بندیزونو لاندې راوستل شوي دي.