پر ۲۰ زده کوونکو د یوه تونسي ښوونکي جنسی تیری
د تونس هېواد قضایي چارواکو ددغه هېواد په یوه لمړني ښوونځي کې پر ۲۰ تنو زده کوونکو د یوه ښوونکي لخوا د جنسي تیري د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د تونس د پلازمینې د محکمې «صفاقس» ویاند«مراد ترکي» ددې خبر په تاییدولو سره چې د ابتدایي دورې یوه ښوونکي په ۲۰ زده کوونکي چې له ډلې یې ۱۷ تنه نجونې دي تر جنسي تیري لاندې نیولي دي وویل چې«په دې اړه څیړني رواني دي؛مګر ممکن د قربانیانو شمېر زیاتوالی ومومي» .
نوموړي زیاته کړه، چې د جنسي تیري قرباني شوي ماشومان د ۵ څخه تر ۱۰ کالو پورې عمر لري چې اوس مهال د درملنې لاندي دي او همدارنګه ددغه ښووونکي د نیولو حکم هم صادر شوی دی.
دغه پیښه په داسې حال کې رامنځته شوي ده چې یوه میاشت وړاندې هم د تونس هېواد په «الرقاب» ښار کې د ښوونکو له لوري ۴۲ تنه نور زده کوونکي د وهلو ټکولو او جنسي تیري لاندې نیول شوي وو.