په لغمان کې د چاڼیزو عملیاتو پیل کیدل
د لغمان ولایت چارواکي د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د وسله والو د لمنځه وړلو په موخه د عملیاتو د پیل کیدو خبر ورکوي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د کب په ( ۲۵) نیټه خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د وسله والو د ځپلو او داډمن امنیت په موخه د سیلاب یو نمبر ۱۴ په نوم ګډ چاڼیز عملیات پیل شول.
د نوموړي په خبره دغه عملیات نن د شنبې په ورځ سهار وختي لغمان ولایت کې د لومړۍ پلې لیوا په مشرۍ له ملي، سیمه ییزو،ملي اردو، توپچي او هوایي ځواکونو په ملتیا د الینګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سیلاب یو نمبر ۱۴ په نوم ګډ چاڼیز عملیا پیل شول.
دولتزی زیاتوي دغه چې پنځه ورځې به دوام ولري په ترڅ کې به یې د الینګار ولسوالۍ ګڼې سیمې له وسله والو پاکې او ولسونو ته به د ډاډمن امنیت فضا حاکمه شي.
د یادونې وړ ده ، چې تر اوسه عملیات په بریالیتوب سره روان دي او ډیری سیمې د وسله والو له شتون څخ پاکې شوي دي.