د کابل په چاودنه کې د یوه کس وژل او د بل ټپي کېدل

د کابل په کوټه سنګي کې پر یوه عراده موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې یو تن وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن ورځ ( کب ۲۵) د سهار د ۹:۰۰ بجو په شاوخوا کې د کابل ښار په پینځمه ناحیه کې د کوټه سنګي پل ته نږدې رامنځته شوي ده.

د کابل پولیس وایي چې دغه پیښه پر یوه عراده کرولا موټر کې د مقناطیسي ماین د  ځای پر ځای کېدو له امله رامنځته شوي چې په پایله کې موټر چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل تن ټپي شوی دی.

مقناطیسي ماینونه د نورو ستونزو له ډلې څخه دي چې په دې وروستیو کې یې له پخوا زیات د هېواد د اوسیدونکو لمن نیولي ده چې د ډېرو زیاتو تلفاتو او زیانونو عامل ګرځیدلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *