امریکا:د ترکیې لپاره د ایس ۴۰۰ اخیستل خطرناکې پایلې لري
د امریکا د دفاع وزارت ویاند د روسیې څخه د ایس ۴۰۰ توغندیو د سیستمونو د اخیستلو څخه په منع کولو سره ترکیې ته ددغه اقدام د بدو پایلو خبرداری ورکړ.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،«چارلز سامرز» ګواښ وکړ چې د ترکیې له لوري ددې دفاعي توغندیو د سیستم اخیستل ددې هېواد سره د امریکا اړیکې په ځانګړې توګه نظامي اړیکې له خطر سره مخ کوي.
نوموړي زیاته کړه چې ترکیه به د روسیې څخه د«ایس ۴۰۰» په اخیستلو سره نور د امریکا «ایف ۳۵» جنګي الوتکې او «پایریوت» توغنندي تر لاسه نه شي کړای.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې دفاع وزیر «خلوصی اکار» تیره ورځ دې خبرې ته په اشارې سره چې د«ایس ۴۰۰ اخیستل»یې د هېواد لپاره اجباري دي نه ترجیحي» وویل چې د دفاعي سیستم نصبولو بهېر به د اکتوبر په میاشت کې سرته ورسیږي او د ترکیې هوایي ځواکونه ددې سیستم د نصبولو لپاره د مناسب ځای په لټه کې دي.