بهسودو کې په خصوصي شرکت د بريد پلان جوړونکی ووژل شو

امنیتي ځواکونو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې په یو خصوصي شرکت د برید پلان کوونکی وژلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ په هزار ناو سيمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې د داعش ډلې يو مهم کس سبحان الله، چې څو ورځې وړاندې یې د بهسودو په مربوطاتو کې په يو خصوصي شرکت د بريد پلان جوړ کړی و، ووژل شو.

نوموړی وایې د يادو عملياتو پر مهال يو شمير شکمن کسان هم نیول شوي، همدا راز دوه میله کلاشينکوف، دوه پرتلې، اووه حلقې لاسي بمونه او چاودیدونکي توکې هم امنيتي ځواکونو تر لاسه کړي، چې په سيمه کې لمنځه وړي دي.

د بهسودو په مربوطاتو کې په خصوصي شرکت د ترسره شوي بريد له لسګونه بې ګناه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *