په قطر کې د امریکا او طالبانو تر مینځ د مذاکراتو له سره پیل کېدل

د قطر په دوحه ښار کې د امریکا او وسله والو طالبانو د استازو تر مینځ خبرې اترې له یوې ورځې وروسته ،نن له سره پیل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د امریکا او وسله والو طالبانو استازو د تیرې یوې اوونۍ د مذاکراتو وروسته تیره ورځ ارام وکړ.

د وسله والو طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د مذاکراتو پینځم دور د روان کال د فبرورۍ له ۲۵ نیټې څخه پیل شوی وو چې د یوې ورځې دمې وروسته،ټاکل شوي ده چې نن ورځ ( کب ۱۸) دیارلسمې ورځې ته داخلې شي.

د وسله والو طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد هم په خپل ټویټر پاڼه باندې لیکلي دي چې تیره ورځ د رخصتۍ له امله د قطره ناسته ترسره شوي نه وه،مګر نن د شنبې په ورځ به د دویم ځل لپاره خبرې اترې پیل کیږي.

دا دسولې د خبرو اترو اوږد ترین دور دی چې د نورو دورونو برعکس د بندو دروازو تر شاه په لاره اچول کیږي ،چې تر اوسه یې جزئیاتو رسنیو ته لار نه ده کړي؛ مګر د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش او د دریم هېواد لپاره ددې هېواد په ګواښ نه بدلیدل د هغه موارو له ډلې دي چې طالبان پرې په کراتو ،کراتو ټینګار کوي چې ګویا د دوحي په ناسته کې به پرې بحث ترسره کیږي.

همدې ترتیب باید وویل شي چې د کابل دولت په ټولو تیرو شویو او اوسنیو خبرو اترو کې څنډې ته شوی او وسله وال طالبان چمتو شوي نه دي چې د دولتي پلاوي سره خبرې اترې وکړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *