د وینزویلا د مخالفو مشرانو څخه د اروپایي ټولنې ملاتړ

ټاکل شوي ده چې اروپايي ټولنه راتلونکي اوونۍ د یوې بیانیې په صادرولو سره د وینزویلا د مخالفو مشرانو څخه ملاتړ وکړې.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې رویټرز لیکلي دي چې د اروپایي ټولنې ۲۸ غړې به د ګډې اعلامیې په عوض؛ د جلا بیانیو په خپرولو سره د وینزویلا د مخالفینو له مشر «خوان ګوایدو»  څخه خپل ملاتړ اعلان کړې.

ددې راپور په دوام کې راغلي دي چې ددې اتحادیي ډیرې غړې هېوادونه قصد لري چې په خپلو اعلامیو کې د«په رسمیت پیژندلو» د اصطلاح له ذکر کولو څخه ډډه وکړې او یوازې به له نوموړې څخه خپل ملاتړ اعلان کړې.

ویل کیږي چې د المان،فرانسې،انګلیستان او اسپانیا هېوادونو تر دوشنبې ورځې پورې د وینزویلا د جمهور رییس «نیکلاس مادورو» ته فرصت ورکړی وو تر څو د ټاکنو د ترسره کیدو لارې چارې ژر برابرې کړي.

مګر د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر د تیرې اوونۍ په اوږدو کې ددې وړاندیز په ردولو سره وویل«اروپا حق نه لري چې زمونږ د هېواد لپاره ضرب الاجل وټاکي.»

د اروپایي هېوادونو له لورې دا اقدامات په داسې حالت کې ترسره کیږي چې مادورو تازه ددویم ځل لپاره د وینزویلا جمهوري ریاست ته رسیدلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *