د بس موټر د اوښتو له امله ۱۴ تنه ټپیان شول

د کابل ـ پروان پر لویه لاره د یوه مسافر وړونکي موټر د اوښتو په پایله کې په موټر کې سپاره ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې نن سهار ( سلواغې۱۱) د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ د«دکو» په سیمه کې یو ۳۰۳ ډوله موټر د سړک څخه د وتلو وروسته چپه شوی دی.

د میربچه کوټ ولسوالۍ ولسوال ،عبدالرحیم راشد وایي چې دغه مسافر وړونکی موټر له کابل څخه مزارشریف ته په لاره وو چې ددغه پیښې سره مخ شو.

د نوموړې پر وینا په دغه پیښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ټپیان شوي او د کابل ایمرجنسي روغتون ته لیږدول شوي دي.

د هېواد په لویو لارو کې ترافیکې پیښې یوه لویه اندیښنه ده چې د ترافیکي اصولو نه مراعتول او چټک تګ یې لوې لاملونه بلل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *