ننګرهار کې چاودنې یوه میرمن ټپي کړې
د ننګرهار چارواکي وایې د جلال اباد ښار اړوند لومړۍ ناحیه کې چاودنه شوې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند درسمال ته څېرمه نن شاوخوا لس بجې او پنځوس دقيقې هندي ريکشا پورې د نښلول شوي ماين په چاودنه کې يوه مېرمن ټپي شوې.
د خوګیاڼي په خبره چې ټپي شوې میرمن سيمه ييز روغتون ته د درملنې په موخه ليږدول شوې ده.
د خوګیاڼي په خبره په دغه پېښه کې بل چا ته کوم زيان ندی اوښتی.
تراوسه کوم شخص او یا هم کومې ډلې د دې چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.