د ډزو له امله په امریکا کې د یو تن وژل کیدل
د امریکا په یوه ایالت کې د وسله والو په وسله واله حمله کې یو تن وژل شوی دی.
د خاورمیانه خبري اژانس د نړیوالۍ برخې د خبر له مخې؛ سکای نیوز، خبر ورکړی چې یو تن وسله وال نن سهار ( د لوې په ۲) نیټه د امریکا په غرب د ایلینوي ایالت کې د یو پارک (اورلند) خلک د ډزو هدف ګرځولي دي .
د دغه ایالت د پولیسو پر وینا؛ په دغو ډزو کې یوتن وژل شوی او اوس مهال حمله کوونکی تر تعقیب لاندې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې ورستیو کې د امریکا یو شمیر ایالتونه د وسله والو دحملو د زیاتوالي شاهدان دي او دغه حملې په ورته وخت کې له عامو خلکو قرباني اخلي.