د زورواکانو د بانکي حسابونو د بندیدو لپاره د کورنیو چارو وزارت له لورې ۴۸ ساعته مهلت

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د ځمکو د غاصبینو،زورواکانو او غیر مسووله وسلوالو په ګډون  د ۱۶ کسیز لیست کسان ۴۸ ساعته وخت لري تر څو د خپلو حسابونو د تصفیې لپاره دې وزارت ته مراجعه وکړې؛ له دې پرته به یې بانکي حسابونه بندیږي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په مخکنې  لیست کې یو شمېر شاملو کسانو له دې وړاندې د خپلو حسابونو د تصفیې لپاره وضاحت ورکړی او د خپلو فعالیتونو په اړه یې د جرمونو سره د مبارزې عمومي مدیریت ته مراجعه کړي ده.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «په دغه ۱۶ کسیز لیست کې شاملو هغه کسانو چې لا تر اوسه یې د خپل ځان  او ځینې نورو مواردو په اړه د وضاحت لپاره د کورنیو چارو وزارت ته مراجعه نه ده کړي ؛۴۸ ساعته وخت لري ترڅو د جرمونو سره د مبارزې عمومي مدیریت ته ځان ورسوي.»

د کورنیو چارو وزارت په څرګنده ویلي دي چې د ټاکل شوي مودې وروسته د پولیسو د نرم قدرت څخه په کار اخیستنې سره به ددغه کسانو بانکي حسابونه تړل کیږي او له هغویو سره به جدې اړ قانوني چلند ترسره کیږي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی دی چې «پولیس د نیولو او ډزو صلاحیت لري ،د خپلو پولیسو سره و اوسئ»

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *