په قطر کې د سولې د مذاکراتو دویمه ورځ

وسله والو طالبانو د امریکا د ځانګړې استازي سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې تایید کړي دي او ویلي یې دي چې دا مذاکرات به د دویمې ورځې پورې هم دوام ومومي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،زلمی خلیلزاد  د وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو د دوام لپاره تیره ورځ قطر ته تللی او نن ورځ ( سلواغې ۲) نیټه به هم دغه خبرې اترې دوام ولري.

وسله والو طالبانو چې له دې وړاندې یې په پاکستان کې خبرې اترې رد کړي وي؛ اوس منلي ده چې ددوې استازو په قطر کې د امریکا له استازي سره لیدلي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې «امریکایي لوری پر افغانستان کې د اشغال د ختمیدو پر اجنډا او په دې ډاډ سره ومنله چې د افغانستان څخه به هیچا ته زیان نه رسیږي، د مذاکرې میز ته راغلل او امریکایي استازي به د قطر هېواد په پایتخت کې د اسلامي امارت له استازو سره ناستې ولرې.»

نوموړې ویلي دي چې دغه ناسته به نن ورځ هم دوام ومومي.

دغه ناسته په داسې حال کې په لاره اچول کیږي چې له دې وړاندې زلمي خلیلزاد د پاکستاني چارواکو سره یو ځای د افغانستان د سولې په تړاو زیاتې هلې ځلې ترسره کړې وي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره هند،چین او همدارنګه افغانستان ته سغرونه کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *