ترکیې ته د امریکا جدې ګواښ
امریکا جمهور رییس ترکیې ته خبرداری ورکړی دی چې په هغه صورت کې چې د سوریې د شمال کُردان په نښه کړي د ترکیې اقتصاد به له مینځه یوسي.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،امریکا څه وخت وړاندې تصمیم ونیوه چې تر څو له سوریې څخه خپل ځواکونه وباسي.
مګر تازه ډونالډ ټرمپ ترکیې ته خبرداری ورکړی دی چې که چیرته د سوریې څخه ددې هېواد نظامي ځواکونو له وتلو وروسته د سوریې د شمال کُردان په نښه کړي ددغه هېواد اقتصاد به له مینځه یوسي.
ټرمپ په خپل ټویټر باندې لیکلي دي چې پر ترکیه باندې د سوریې د شمالي کُردانو د تحریکولو قصد نه لري؛ مګر پر هغوې باندې د برید اجازه نه ورکوي.
ویل کیږي چې د سوریې د شمال کردان د هغه ځواکونو له ډلې څخه وو چې د امریکایي ځواکونو سره یوځای د داعش پر وړاندې جنګیدل؛ مګر ترکیې په کراتو ویلي وو چې دغه کُردان ددغه هېواد په ترهګریزو پیښو کې لاس لري.