د زورواکانو د نیولو لپاره د پولیسو د انرژۍ د ضایع کیدو مخنیوی

د کورنیو چارو وزارت تازه پولیسو ته دستور ورکړی دی چې د زورواکو د موټرو ښیښې د هغوې په چلونکو او مالکانو پاکې کړئ او په دې لار خپله انرژي مه ضایع کوئ.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په دې تازه دستور کې پولیسو ته لارښوونه شوي ده چې د تورو ښیښو او انځورونو والا ټولې موټرې ودروئ او د موټر له خاوند یا چلونکي څخه وغواړئ تر څو په خپلو لاسونو یې پاکې کړي.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې راوړي دي چې «د افغانستان عزتمندو پولیسو ته لارښوونه! کوم وخت کې چې د تورو ښيښو او فلم لرونکي موټر ودروئ،ډریور او مالک ته یې پخپلو لاسونو د ښيښو د سپینولو امر وکړئ او هغه کثافات پرې د خپل موټر داخل ته انتقال کړئ».

دغه وزارت ددې کړنې موخه دغه ډول څرګنده کړي ده چې د پولیسو د ځواک انرژي باید دقانون ماتوونکو،زورواکانو او مجرمو خلکو د اشغال او کثافاتو په پاکولو مصرف نه شي.

په خبرپاڼه کې بیا هم ټینګار شوی دی چې« پولیس د نیولو او ډزو حق لري» او په همدې ډول زورواکانو ته خبر ورکول شوی دی چې «د پولیسو سره مرسته وکړئ».

د کورنیو چارو وزارت له لورې په دې وروستیو کې لارښوونې،هدایات او مختلفې اعلامیې صادرې شوي دي چې د ډیری خلکو له ملاتړ سره مخ شوي دي؛ په ورته وخت کې ټاکل شوي ده چې ددغه وزارت له لورې د جنایتکارانو او مجرمینو لپاره دریم لیست هم اعلان شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *