د خواجه سبز پوش لپاره د طالبانو عمومې قومندان ووژل شو

د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ لپاره د طالبانو عمومي قومندان د خپل لاس لاندې ۲۰ تنو وسله والو سره یو ځای وژل شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،۲۰۹ شاهین قول اردو د نن ورځې (مرغومې۲۳) د خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی دی چې د خواجه سبز پوش په ولسوالۍ کې د هوایي ځواکونو او ځانګړیو امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د طالبانو د یوه قومندان په ګډون ۲۱ تنه وسله وال وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امنیتي ځواکونو ځانګړیو قطعاتو د  “RS”هلیکوپټرو په ملتیا د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په «غُذاري» کلي کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼیز عملیات ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو د خواجه سبز پوش ولسوالۍ لپاره د طالبانو د عمومي قومندان «قاري تاج الدین» قرارګاه په نښه کړې وه چې په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۱۵ تنه ټپیان شوي او ۱۲ تنه نور د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي دي.

همدارنګه ویل کیږي چې ددې عملیاتو په پایله کې د وسله والو طالبانو د ۳ قرارګاوو د زیانمندکېدو ترڅنګ د هغوې زیات شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتې ځواکونو لاسونو ته لویدلي دي.

له بله پلوه همدارنګه ویل کیږي چې «قاري تاج الدین» د خواجه سبز پوش ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د لمړۍ درجه قومندانانو څخه شمېرل کیده او د خواجه سبز پوش او شیرین تګاب ولسوالۍ په اکثریت بریدونو کې یې رول درلود.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *