د جورج بوش پلار ومړ
د امریکا پخوانی جمهور رییس او د جورج بوش پلار جورج ایچ.ډبلیو بوش د ۹۴ کلنۍ په عمر ومړ.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،جورج بوش په خپل ټويټر اکونټ باندې لیکلي دي چې د شپې په نیمایي حیصه کې یې پلار وفات شوی دی.
جورج ډبلیو بوش د خپلې میرمنې د جنازې د ترسره کولو یوه ورځ وروسته د وینې د انتاني ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر شوی وو.
د ښاغلي بوش میرمن باربارا د سږکال په اپریل میاشت کې وفات شوي وه.
لا تر اوسه د بوش د پلار د مړینې لامل مالوم شوی نه دی.