ننګرهار کې علماء کرامو د کوکنارو کښت، قاچاق او کارونې حراموالي په اړه فتوا صادره کړه

ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې علماء کرامو د يو کنفرانس په ترڅ کې د کوکنارو کښت، قاچاق او هر ډول نشه يي توکو کارونې حرمت په اړه فتوا صادره کړه.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئيس ادريس ساپي وويل، په ننني کنفرانس کې د دغه ولايت د دوه ويشت ولسواليو او مرکز جلال اباد ښار لسګونه ديني عالمان راغونډ شوي او د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او استعمال په اړه د حراموالي فتوا صادروي.

دی وايي ديني عالمانو نه دا غوښتنه هم شوې، چې د ممبرونو له لارې په خپلو سيمو کې د کوکنارو د کښت په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او هغوی قانع کړي، چې نور به کوکنار نه کري.

په همدې حال کې ديني عالمانو په يوه خوله د کوکنارو د کښت، استعمال او قاچاق په اړه د ناروا والي غږ پورته کړ؛ خو غوښتنه يې وکړه، چې حکومت دې د شرابو په مخنيوي کې هم جديت غوره کړي.

د دوی له ډلې مولوي نثار احمد پاچا غوښتنه وکړه، چې حکومت بايد د کوکنارو ترڅنګ د شرابو مخنيوي برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه وويل: ((د شرابو مخنیوي هڅې کم رنګه دي؛ خو يو غريب دهقان چې د خپلې ګټې وټې لپاره کوکنار کري، په دې برخه کې حکومت ډير جدي دی، موږ دا نه وايو چې حکومت دا ښه نه کوي خو بايد د شرابو په اړه هم جدي و اوسي.))

يو بل ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي بيا ټينګار وکړ، تر هغه وخته چې کروندګرو ته د بديل معشيت پروګرام قوي نه شي او شفافيت په کې رامنځته نه شي، د کوکنارو د کښت مخنيوی ستونزمن دی.

دی وايي، کروندګرو سره هغه وخت د غنمو د اصلاح شوي تخم او سرې مرستې کېږي، چې د غنمو د کر وخت ډير تېر شوی وي او د دې ترڅنګ په ډيره کمه پيمانه مرستې ورسېږي.

خو د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند ډاډ ورکړ، چې دا ځل د کوکنارو د کښت مخنيوي کمپاين ډير شفاف دی او هغو ولسواليو کې د بديل معشيت پروګرام ډير پراخيږي چې د کوکنارو کښت په کې صفر ته ښکته شي.

دی وايي، د ننګرهار ولايت په ګډون ټول حکومت د کوکنارو ترڅنګ د هر راز نشه يي توکو د قاچاق او استعمال په اړه جدی دی او ځانګړې برنامې لري.

دی وايي: ((موږ د ۹۷کال په جريان کې د ۸ زره کيلو ګرامه نه ډیر نشه يي توکي نيولي او په تړاو يې له ۲۰۰ ډير کسان نيول شوي دغو اته زره کيلو ګرامو ترڅنګ په سلګونه ليټره الکولي مشروبات هم نيول شوي دي.))

د چارواکو په وينا سږ کال دغه ولايت کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره جدي هلې ځلې کوي او د دولت تر ولکې لاندې هېڅ سيمه کې به د کوکنارو کښت ته اجازه ورنکړي.

په پای کې علماء کرامو د نشه يي توکو حرمت په اړه د اسلام مبارک دين ل نظره فتوا صادره کړه او د قران او احاديثو له مخې يې په ليکلي بڼه د حرمت دلايل وړاندې کړل، چې ټولو علماء کرامو پرې لاسليکونه وکړل او د عامه پوهاوي په برخه کې به ترې کار واخيستل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *