د کابل چاودنه له ځانه سره تلفات نه لري
بشپړ،د کابل ښار د یوولسمې ناحیه چاودنه له ځانه سره تلفات نه لري.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن سهار( لیندۍ ۱۰ مه) شاوخوا ۶:۳۰ دقیقې د کابل ښار د یوولسمې ناحیې د «جهانما لوای بابه جان»پارک په سیمه کې یوه چاودنه رامنځته شوي ده.
امنیتې سرچینې وایي چې دغه پیښه د چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوي ده چې په یوه عراده ټانک کې ځای پر ځای شوي وو.
ددې سرچینو پر وینا ،په دغه چاودنه کې د سیمې اوسیدونکو ته کوم زیان رسیدلی نه دی.
سرچینې وایي چې په دې اړه څیړنې رواني دي.