په امریکا کې د یوې الوتکې سقوط کیدو د ۴ تنو ژوند واخیست

د امریکا په «ایووا» ایالت کې د یو ماشینه «Piper» الوتکې د سقوط په پایله کې د الوتکې ۴ واړه سپرلۍ وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د ایووا ایالت د پولیسو چارواکو ویلې دي چې ددې ۱۹۷۹ بويئنګ الوتکې د سقوط لامل د پرواز په جریان کې د پیلوټ د زړه بندیدل وو.

د دې ایالت د امنیتي چارواکو پر وینا دغه الوتکه چې ۴ تنه پکې سپاره وو د جمعې پر ماښام یې د (Lemars) هوایي ډګر څخه الوتنه کړی او وروسته له دې چې په پیلوټ باندې یې د زړه حمله راځي شاګرد یې پر (Guthrie center) هوایې ډګر باندې د بیړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده مګر له ناستې وړاندې یې سقوط کړی دی.

چارواکو څرګنده کړي ده چې دغه الوتکه د ایووا ایالت د ځنګلونو پر لوري د ښکار لپاره روانه وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *