جاغوري د طالبانو د یرغلیزو بریدونو مرکز

د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو د لوړو یرغلیزو بریدونو لاندې ده دغه بریدونه له څو ناحیو څخه په دې ولسوالۍ متمرکز دي.

د غزني د ولایتي شورا غړې،فاطمې رحیمي خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو د قرباغ ،مالستان او خاک افغان ولسوالیو له لورې په جاغوري ولسوالۍ باندې خپل بریدونه متمرکز کړي دي.

هغې زیاته کړه:«طالبان د کمانډو ځواکونو په شتون کې د انګورې او حوت قل په کلیو کې د هستوګنې له کورونو څخه د سنګر په توګه کار اخلې او ددې سیمو اوسیدونکو د ولسوالۍ مرکز ته پناه وړې ده.»

میرمن رحیمي دغه راز څرګنده کړه چې د ګیلان له ټکرې او لومان له سیمو څخه د جاغوري پر مرکز بریدونو ددې ولسوالۍ اوسیدونکې اندیښمن کړي دي.

د نوموړې د وینا له مخې،وسله والو طالبانو د قره باغ ولسوالۍ له خلکو غوښتي دي چې ولسي پوستې لرې کړي او خپلې وسلې او مهمات باید دوې ته تسلیم کړي او جاغوري ولسوالۍ کې ددوې د شتون لپاره باید لاره خلاصه کړې.

له بله پلوه یې د جاغورې ولسوالۍ د بابه سیمې ته د نن ورځې (لړم ۱۹) د ماسپخین د یوې بجې پورې مهلت ورکړی دی چې یا دې ددوې لپاره لار خلاصه کړې چې تر څو د جاغوري ولسوالۍ پر مرکز بریدونه ترسره کړي او یا به ددوې کورونه په نښه کوي.

په همدغه حال کې وسله والو طالبانو د جاغوري ولسوالۍ اوسیدونکو ته ویلې دي چې ددوې بیرغونه په خپلو کورونو نصب کړئ او دوې ته اجازه ورکړې  چې د جګړې او نښتې پرته د ولسوالۍ مرکز ته ولاړ شي ،له دې نه غیر  به زمونږ سره په جګړه کې ښکیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله وال طالبان تیره شپه مالستان ولسوالۍ مرکز ته نږدې زردک کوتل ته رسیدلي وو او ددغه سیمې له خلکو یې غوښتې وو چې په جاغوري ولسوالۍ کې ددوې د شتون لپاره لار خلاصه کړي؛مګر د حسیني او کندلان  په سیمو کې د میشتو ځواکونو په مرسته ددوې برید پر شاتنبول شوی دی.

وسله والو طالبانو له څلورو ورځو راهیسې د جاغوري  او مالستان ولسوالۍ سرحدي سیمې د بریدونو هدف کړي دي او د حوت قل او انګورې په سیمو کې یې د هستوګنې کورنه په اور سیځلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *