د نازیانو ولسوالۍ اویا سلنه د داعشیانو له شتون څخه پاک شوې
د ننګرهار ملي امنیت رﺉیس تورن جنرال نظرعلي واحدي وايي،د سیمې د زړور خلکو په همکارۍ يې ګډو ځواکونو په نازیانو ولسوالۍ کې د داعشیانو لمنځه وړلو په موخه عملیات پیل کړي،چې اویا سلنه سیمې يې د دوی له شتون څخه پاکې کړي او ډیر ژر به نازیان په بشپړ ډول د دوی د تروریستي فعالیت څخه وژغورل شي.
نوموړی زیاتوي،له تېرو څو ورځو راهیسې د نوموړي په ګډون د ملي اردو قوماندان بريد جنرال کريم نيازى، د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر، د سرحدي لوا درستیزوال، د نازيانو ولسوال او پاڅون کوونکو مشر ملک دهقان د پیل شوو عملیاتو رهبري ترسره کوي .
د څلورمې لوا قوماندان برید جنرال کریم خان نیازي هم خلکو ته ډاډ ورکړ،چې د عملیاتو په ترڅ کې به د ښې حکومتدارۍ لپاره زمینه برابره کړي .
په ورته وخت کې د ننګرهار والي حیات الله حیات له لورې د نازیانو ولسوالۍ خلکو سره شوې د خوراکي او نورو توکو مرسته د مسؤلینو له لورې پر مستحقو کورنیو وویشل شوه .