د روسیې په امنیت سازمان کې ځان وژونکی برید

۳۰۷۹۶۶۷ ۲۱.۰۴.۲۰۱۷ Бойцы СОБРа недалеко от здания приемной Управления ФСБ России по Хабаровскому краю, в котором неизвестный открыл огонь по сотрудникам и посетителям. Александр Неделько/РИА Новости

په ارخانګلسک ښار کې د روسیې د امنیت سازمان دفتر د یو ۱۷ کلن ځان وژونکي برید ګر له لوري په نښه شو.

د خاور میانه خبري اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه پیښه تیره شپه د روسیې د امنیت سازمان په دفتر کې رامنځته شوي ده.

روسي رسنیو راپور ورکړی دی چې په دې پيښه کې د روسیې د امنیت سازمان( اف ایس بي) درې کارکوونکي ټپیان شوي دي او دغه دفتر ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د روسیې امنیتي چارواکي وایي چې دغه برید د یوه ۱۷ کلن ځوان له لوري ددغه هېواد په غربي ښار ارخانګلسک کې هغه وخت رامنځته شوي دی چې د امنیت سازمان دفتر ته له ننوتو وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړه او ووژل شو.

ویل کیږي چې ددې پيښې څخه وروسته ،په دغه ښار کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه وخت مخکې یوه زده کوونکي په کریمیه ښار کې د فني زده کړو په یوه مرکز کې ۱۹ نور زده کوونکي  هم وژلي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *