د کابل په چاودنه کې څلور پولیس ټپیان شول

د کابل ښار د پینځمې امنیتي حوزې د پولیسو په پوسته کې د دوه پرله پسې چاودنو له امله ،څلور پولیس ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاندوې مرستیال ،نصرت رحیمي خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه پیښه تیره شپه د کابل ښار د خوشال خان د سپین کلي د څلورلاري په مربوطاتو کې د پولیسو په پوسته کې رامنځته شوي ده.

د نوموړي په وینا،دغه پيښه د دوه پرله پسي بمونو له وجې رامنځته شوي ده چې له وړاندې څخه ځای پر ځای شوي وو او په پایله کې یې څلور پولیس ټپیان شوي دي.

رحیمي څرګنده کړه چې لا تر اوسه ددې پیښې په تړاو څوک نیول شوي نه دي او څیړني دوام لري.

په عین حال کې ،وسله والو طالبانو دعوه کړي ده چې دغه پیښه ددوې له لوري د تکتیکي چاودنو په پایله کې رامنځته شوي ده چې یو شمېر موظف پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *