اورښتونو او راوتلو سیلابونو د ۳ ماشومانو ژوند اخیستی

په لغمان کې زیاتو اورښتونو او ږلیو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

پرون ماښام دلغمان اړونده سیمو باندې زیات اورښتونه او ږلۍ وریدلې، چې خلکو ته په مالي او ځاني زیانونه اوښتې دي.

د لغمان چارواکي وایې دغو اورښتونو نه یوازې دا  چې  د بزګرانو فصلونه او کرنیزې ځمکې له منځه وړي . بلکې ځاني زیانونه هم لري.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  د الیشنګ ولسوالۍ  په اړینې سیمه کې د زیات اورښت او را وتلو سیلابونو له امله  درې کوچنیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی،  چې  د دوه جسدونه پیدا شوي او د یوه جسد لا هم نادرکه دی د پیدا کیدو لپاره یې هڅې روانې دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *