په سعودې عربستان کې د افغانستان د سولې لپاره د اسلامې هیوادونو د استازو ناسته
راتلونکي اوونۍ د اسلامي هیوادونو علماء د افغانستان د سولې په اړه په سعودې عربستان کې یو کنفرانس ترسره کوي.
د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې، په دې ناسته کې به د ۳۳ هیوادونو د ۱۵۰ تنو څخه زیات دیني عالمان ګډون وکړې ،د سولې د عالې شورا د ویاند په وینا د افغانستان څخه به د ۴۰ نفرو دیني عالمانو هیئت هم په دې ناسته کې ګډون وکړې.
دغه ناسته د اسلامې هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د کنفرانس د پریکړه لیک له مخې راتلونکي اوونۍ د پراخه دیني عالمانو په شتون کې د جدې او مکې په ښارونو کې جوړیږي.
په عین حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي دي چې هیله مند دي چې د طالبانو د ډلې استازي هم په دې ناسته کې ګډون وکړې او د افغانستان د جګړې او سولې په اړه خپل نظر څرګند کړې.
د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري رسنیو ته ویلي دي چې د طالبانو له ډلې هم غوښتنه شوي ده چې په دې مهمه ناسته کې ګډون وکړې.