د مکاسا پناه غوښتونکي/ په ګنډل شویو خولو باندې نامعلوم برخلیک

راپورونه رارسیدلي دي چې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي څو کاله کیږي چې د اندونیزیا په یو پټ زندان کې په نازکو حالاتو کې ژوند کوي مګر لا تر اوسه ددې پناه غوښتونکو همکارۍ لپاره کومه اداره نه ده راغلې او د هغې د احوال لټه یې کړې نه ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د افغان پناه غوښتونکو شاوخوا ۱۰۰ تنه چې ۵ کاله کیږي د ( مکاسار) په یوه زندان کې په یوه نامعلوم وضعیت کې وخت تیروي او دغه پناه غوښتونکي په دغه ځای د خپل ژوند بد وضعیت نه تر ددغه زندان د مسوولینو د بد چلند او شکنجې څخه شکایت کوي او وایي چې د ۵ کالو په تیریدو سره یې اوس هم برخلیک نامعلوم دی.

ددغه زندان څخه زمونږ د خبریال د راپور له مخې؛ دغه پناه غوښتونکي چې نور ناهیلې شوې دي او د لمړنیو امکاناتو لکه ډوډۍ،حمام،اوبو او نورو څخه د بې برخې کیدو په دلیل ټول د ( سې شنبې د ورځې ۵ سرطان) څخه راپدیخوا یې د نه خوړو اعتصاب ته لاس اچولی دی او خپلې شونډې یې په ستنه او تار ګنډلي دي وایي چې که زمونږ وضعیت ته په جدې ډول توجه ونه شي د خوړو د اعتصاب څخه به لاس وانخلې.

په همدغه حال کې دغه پناه غوښتونکي ددغه کیمپ د مسوولینو د سختې وضعې او بد چلند د شکایتونو وایي چې د په دې ځای کې د ډېر وخت د تیرولو او بې برخلیکه پاتې کیدو سره سره اوس ددغه کمپ( زندان) څخه ددوې د خلاصیدو په بدل کې ۳۰۰۰۰ افغانیو په مقدار پیسې غواړې مګر مونږ ددې اندازې پیسو په پیداکیدو برلاسې نه یاستو.

دغه پناه غوښتونکې په داسې حال کې ژوند تیروې چې د اندونیزیا د مهاجرت دفتر(IOM) او یا نورو موظفو ارګانونو په دې برخه کې د معلوماتو د لرلو سره سره ددې افغان پناه غوښتونکو د ستونزو او کړاونو په اړه هیله بخښونکي ځواب ورکړې نه دی.

په همدغه حال کې د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو د وزارت چارواکي هم په افغانستان کې ددې ځوانانو د برخلیک په اړه هیڅ اقدام او یا هم خپل نظر څرګند کړی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې چې له دې وړاندې هم یو شمېر افغان پناه غوښتونکي د اندونیزیا هیواد په بالیکپاپان ښار کې اعتصاب ته لاس اچولی وو او په دغه هیواد کې یې د بې برخلیکه پاتي کیدو څخه یې شکایت درلود چې واړه یې د امنیتي ارګانونو لخوا نیول شوي دي.په همدغه حال کې دغه پناه غوښتونکي ددغه کیمپ د مسوولینو د سختې وضعې او بد چلند د شکایتونو وایي چې د په دې ځای کې د ډېر وخت د تیرولو او بې برخلیکه پاتې کیدو سره سره اوس ددغه کمپ( زندان) څخه ددوې د خلاصیدو په بدل کې ۳۰۰۰۰ افغانیو په مقدار پیسې غواړې مګر مونږ ددې اندازې پیسو په پیداکیدو برلاسې نه یاستو.

دغه پناه غوښتونکې په داسې حال کې ژوند تیروې چې د اندونیزیا د مهاجرت دفتر(IOM) او یا نورو موظفو ارګانونو په دې برخه کې د معلوماتو د لرلو سره سره ددې افغان پناه غوښتونکو د ستونزو او کړاونو په اړه هیله بخښونکي ځواب ورکړې نه دی.

په همدغه حال کې د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو د وزارت چارواکي هم په افغانستان کې ددې ځوانانو د برخلیک په اړه هیڅ اقدام او یا هم خپل نظر څرګند کړی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې چې له دې وړاندې هم یو شمېر افغان پناه غوښتونکي د اندونیزیا هیواد په بالیکپاپان ښار کې اعتصاب ته لاس اچولی وو او په دغه هیواد کې یې د بې برخلیکه پاتي کیدو څخه یې شکایت درلود چې واړه یې د امنیتي ارګانونو لخوا نیول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *