امریکا سوریې ته نظامي ګواښ وکړ

د پنجشنبې په ورځ بولتون په هغه کتنه کې چې د سویس په ژنو کې یې د باتروشف سره درلوده، دعوه وکړه چې امریکا داسې اطلاعات په لاس کې لري چې څرګندوي ممکن بشار اسد د ادلب د بیرته نیولو لپاره د کیمیاوي وسلو څخه کار واخلې.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،بولتون ویلي دي چې په هغه صورت کې چې دغسې حالت رامنځته شي امریکا به له مخکې څخه قوي ترینه برید باندې اقدام وکړې.

څلور سرچینې چې د بولتون او پاتروشف د خبرو اترو له محتوا څخه باخبره وې،دغه خبر یې بلومبرګ ته ورکړ.هغوې نه غوښتل چې نومونه یې خپاره شي.

بولتون تیره اوونۍ هم د رویټرز ددې پوښتنې په ځواب کې چې که چیرته سوریه کیماوې یا بیولوژیکي حمله وکړې امریکا به څه غبرګون وښایي؟ وویل چې:په قدرت سره! امریکا اوسمهال د سوریې په شمال ختیځ کې د دوه زرو په شاوخوا کې اردو لري.

امریکا د ۲۰۱۷ کال په اپریل کې په مدیترانه کې د خپلو بیړیو څخه د ۶۰ په شاوخوا کې توغندي په سوریه باندې غورځولي وو.یو کال وروسته امریکا د انګلیس او فرانسې سره یوځای یو بل هوایي برید هم ترسره کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *