المان: د اړتیا په صورت کې د امریکا سره په جګړه کې ښکیل کیږو

د المان د بهرنیو چارو وزیر شپیګل مجلې سره په خبرو کې د برجام څخه د امریکا غیر قانوني وتلو ته په اشارې سره ویلي دي چې هیواد یې د ایران سره د برجام د تړون د دوام په اړه خبرې کوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د الماني مجلې شپیګل سره په خبرو کې وویل چې په اوسنې وخت کې اروپا د ایران سره د برجام تړون دوام ورکولو ته چمتو ده او غواړې چې ددې تړون د ساتنې لپاره د ایران هیواد د مشرانو سره خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړه چې مونږ د برجام په اړه هر ډول خبرو،منځګړیتوب او حل لارې راویستلو ته چمتو یاستو تر دې پورې چې دا اقدام د امریکا سره د جګړې او مقابلې سبب هم وګرځي.

هایکو ماس د امریکا پر وړاندې محسوس کیدونکو تغییراتو ته په اشارې سره زیاته کړه چې د برجام څخه د امریکا د وتلو پریکړې پر بنا به فرا اتلانتیکي اړیکو ته صدمه ورسیږي.

د المان د بهرنیو چارو د وزیر دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې امریکا تیره اوونۍ د برجام څخه وتل اعلان کړل چې د ټرمپ دې اقدام په نړیواله سطحه پراخ غبرګونونه راپورته کړل.

د یادو وړ ده چې ددې اوونۍ په جریان کې به اروپایي ټولنه او د برجام ګډونوال هیوادونه د برجام په اړه خپلې پریکړې اعلان کړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *