د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر روسیي ته خبرداری ورکړ

د انګلیستان د بهرنیو چارو وزیر روسیي ته ضمناً خبرداری ورکړ چې که چیرته په هغه پیښه کې چې د روسیي د یوه دوه طرفه جاسوس لخوا مخې ته راغلي ده دغه هیواد لاس ولري مسکو ته به “غوڅ ځواب” ورکړي.
د خاور میانه خبرې اژانس د خبر له مخې ” رویترز” خبرې اژانس لیکلي دي،د انګلیستان د بهرنیو چارو وزیر” بوریس جانسون” چې ددغه هیواد پارلمان ته یې خبرې کولي، ویي ویل: د ” سالزبري” په ښار کې د خواشینونکي پیښې په اړه چې پکې ۶۶ کلن ” سرګئي اسکریپال” او ۳۳ کلنه ښځه د بیهوشۍ په حال کې پیدا شول ډیر زیات ګمانونه موجود دي”
د انګلیستان د بهرنیو چارو وزیر د خبرو په دوام ویلي دي” په داسي حال کې چې د څیړنو څخه مخکې هر ډول قضاوت کول اشتباه ده دا وعده ورکوم که چیرته په دې اړه ددغه هیواد د مداخلې د کوم مدرک دلیل پیدا شو د انګلستان دولت به یې کلک او مناسب ځواب ورکړي.”
خبرې سرچینو نن ورځ راپور ورکړ چې د روس د دوه طرفه جاسوس چې د یوې ناپیژانده مادې د استعمال په هدف نیول شوي وو ددې هیواد په جنوب کې په یوه روغتون کې بستر شوی وو حالت یې نازک دی.
“سرګئي اسکرپال” مخکې د روسیي د فوځ د اطلاعاتي خدماتو ډګروال وو او په ۲۰۱۰ کال کې د روس د جاسوسانو سره چې په غرب کې نیول شوي وو تبادله شو او په انګلیستان کې يې پناه واخیسته.
دغه دوه طرفه جاسوس د یوې ۳۳ کلنې ښځې سره یو ځای د انګلیستان د سالزبري ښار د یو خرڅلاو په مرکز کې د بې هوشۍ په حال کې پیدا شول.ددې پیښې په تړاو سیمه ایزو پولیسو اعلان وکړ چې دواړه دیوې ناپیژانده مادې په هدف نیولي دي.
روسیي تاکید کړی دی چې ددغې پیښې سره تړاو نه لري او ددغه شخص د ناروغتیا په دلیل نه پوهیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *