د پوتین څرګندونې د لویدځ بلوک د مشرانو د ویرې سبب شوي دي

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ،د المان لمړی وزیر امانوئل ماکرون،او د فرانسې ولسمشر د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین د هغه څرګندونو په اړه چې د هستوي وسلو لپاره یې ترسره کړي دي اندیښنه څرګنده کړیده.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د لویدیځو رسنیو څخه یې نقل کړی دی،د پنجشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پورته یادو شویو مشرانو سره په دې اړه جلا جلا خبرې ترسره کړي دي.
ویل کیږي چې د خبرو په جریان کې ددغه هیوادونو مشرانو په دې اړه ژوره اندیښنه ښودلي ده.
هغه نوې وسله چې د روسیې ولسمشر ترې په خپلو کلنیو خبرو کې پرده پورته کړه چټک ترینه راکټ دی چې کینجال( خنجر) نومیږي.
همدارنګه هغه پورته دروند راکټ ( سرمت) صحنې نندارې ته وړاندې کړې چې د لویدیځ د اندیښنې سبب شوی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ( کب ۱۰)د پارلمان د هر سن نماینده ګانو ،ددولت غړیو او د روسیې نورو سیاسي مشرانو،همدارنګه د ګاونډیو هیوادنو یو شمېر نماینده ګانو ته وینا وکړه.
په دغه خبرو کې چې یو ساعت او پینځه پنځوس دقیقې وخت یې ونیوه پوتین تاکید وکړ چې روسیه او د امریکا متحده ایالات باید یو د بل سره د نړۍ د مشکلاتو د حل او د راتلونکي د جوړولو لپاره ګډه همکارې وکړي.
ویلادیمیرپوتین ددې هیواد د دفاعي سیستم د تشریح کولو پر وخت،د هغه وسلو په اړه خبرې وکړي چې ددوې هیواد جوړ کړي دي او ګټه ترې اخیستل شوي ده.
هغه د ۳۰۰ ماډل نویو وسلو د جوړیدو خبر ورکړ دغه بالستیکي توغندي چې د وچې څخه هوا ته او د دریاب له بیخ څخه ډز کولای شي د هغې له جملې څخه دي.
ښاغلي پوتین د هغه توغندیو خبره وکړه چې کولای شي د شمالي قطب څخه تر جنوبي قطب پورې د نړۍ هره نقطه هدف کړي؛ هغه همدارنګه پورته راکټونو ته اشاره وکړه چې د توغندیو ضد هیڅ سیستم د هغې مخه نه شي نیولي.
هفه زیاته کړه روسیه د یو بل ډول وسلې درلودونکي ده چې په اتومي سرګلولو سنبال ده چې کیدای شي د کروز توغندي په یوه مخ نصب کړل شي ،چې دغه سیستم د راګیرولو قابل نه دی.
دغه وسله په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په بریالیتوب سره و ازمول شوه او تولید یې په ټولیز ډول اوس پیل شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *