عربستان د داعش تروریستي ډلې ایجاد کوونکی او مهم ملاتړی دی
امریکایي لیکوال او څیړونکي تیم اندرسون د یوې څیړنې پایلې خپرې کړي دي او ویلي یې دي چې عربستان دداعش تروریستي ډلې ایجادونکی او مهم ملاتړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د ایرنا څخه یې نقل کړی دی په دغه څیړنه کې چې امریکایي لیکوال او څیړونکي په کاناډایي سایټ’ ګلوبل ریسرچ’ کې خپره کړیده ،داسې لیکل شوي دي: سعودي عربستان د مهمو هیوادونو له ډلې څخه دی چې د داعش جنایت کاري ډلې ملاتړ کوي.
ددې مطالعاتو د نتایجو پر اساس سعودي عربستان په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د عراق او ایران په مینځ کې د هر ډول نږدیوالی لپاره داعش تروریستي ډله رامنځته کړه.
همدارنګه عربستان په سوریه کې د ټولو وسلوالو او سخت دریځو ډلو د جملې څخه د درعا د ښار د تروریستانو سره مالي او د وسلو مرستې کړي دي.
هغه په دغه څیړنه کې یاده کړیده چې د عربستان لخوا د تروریزم دپاره مالي تامین یو تایید شوی امر دی او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ټیلکسونو دغه امر تاییدوي.
همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ددغه امر صحت تایید کړی دی او یو د همدغه اسنادو څخه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري مطابق دي هغه وخت چې امریکا د عربستان له لوري د تروریزم د ملاتړ په مسئله کې د شک او تردید پرته پوه وه.
دا په داسې حال کې ده چې څه وخت مخکې د عربستان پاچا محمد بن سلمان د یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي د وهابیت عامول یو د هغه سیاستونو څخه وو چې د هغه په وینا امریکا په اسلامې نړۍ کې عام کړی دی.
همدارنګه ویلي یې دي چې په اوسني وخت کې دا سیاست کار نه ورکوي او باید د وهابیت پراخیدل راټول شي.
په همدغه حال کې ویل کیږي چې امریکا دداعش تروریستي ډلې ملاتړ کوي او په دغه پروژه کې اسرائیل هم مهم رول لوبوي.