په عراق کې د منافقینو، القاعدې او ترهګریزو ډلود پلویانو نیول کیدل

په عراق کې د منافقینو، القاعدې او ترهګریزو ډلود پلویانو نیول کیدل

دندای حق خبري آژانس د ریپوټ له مخې چې له بغداد څخه د عراق پآرلمان د غړي احمد علواني له خولې یې ورکړی، د ترهرګریزو او تکفیري ډلو د غړیو د نیولو په لړ کې چې د الرمادي ښآرکې تر سره شوی د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوی دی.

د امنیتي چارواکیو په وینا کله چې پولیسو وغوښتل احمد العلواني چې د دولت له لویو سیاسي مخالفینو څخه شمیرل کیږي په خپلو کور کې ونیسي، د پولیسو او ده د ساتونکو ترمنځ سخته نښته رامنخ ته شوه چې په لړ کې یې د دد مزدور ورور او پنځه تنه ساتونکې یې سمدلاسه ووژل شول.

د سیمه ایزو سرچینو د مالوماتو له مخې، مخکې له دې چې پولیس د العلواني کور ته د ننه شي لومړی یې د پولیسو پر وړاندې له سپکو وسلو او آر پي جي څخه کار واخیست چې له امله یې لسګونه پولیس سرتیرو  او د العلوانس ملاتړي چې ویل کیږي دده خور او عشیرې هم وي وژل شوېدي.

علي علواني او دده ورور چې د پآرلمان غړي دی له ترهګریزو ډلو سره د اړیکو په تور د عراق د پولیسو له لوري تر څار لاندې وو.

په ورته حال کې د عراق دفاع وزارت دیوې خبر پاڼې پ خپرولوسره ویلي: ورور علواني اودده ساتونکو هغه مهال پّ ډزو لاس پورې کړ کله چې پولیس ددوی کور ته د ننوتلو هڅه وکړه چې ل امله یې د پولیسو یو سرتیری ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول دې عملیاتو په لړ کې احمد علواني د ترهګرۍ پر وړاندې د ځواکونو له لوريونیول شو.

د امینتي مسولینو په وینا، علواني له ترهګرو سره د اړیکو او د دولت ضد لاریون (د رمادي ښآر ته نږدې پّ یوه لویه لاره کې یې کیږدۍ وهلې) نیول شوی دی. دی له ډيرې مودې راهیسې له القاعده سره د اړیکو په تور تر څآر لاندې وو.

مخکې له دې د عراق پخواني لومړي وزیر نوري مالکي هغه کیږدۍ چې د دولت پر وړاندې په الرمادي سیمه کې وهل شوې وې د ترهګرو د مرکزونو په توګه یاد کړي وو اوددې کیږدیو د ټولو غوښتنه یې کړې وه.

احمد العلواني په داسې حال کې نیول شوی چې پّ عراق کې اوس مهال فرقه یي نښتې رامنځ ته شوې دي.

په دې هیواد کې د تاوتریخوالي ډيرښت په داسې حال کېدی چې تیر کال ددوه زره اتم کال راهیسې تر ټولو خونړۍ کال وو. په دې کال کې اته زره کسان وژلش وي چې ډيریو یې په فرقه یي نښتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ورته حال کې ملګرو ملتونو دعراق له سیاسي مشرانو غوښتي ترڅو ددې وینې تویدنې لپآره لاس په کار شي.

په عراق کې تاوتریخوالي په دوه زره دیارلسم کال کې د یو شمیر ډلو د فعالیت له مخې رامنځ ته شوی  په ځانګړې توګه کله چې دا وسله والې ډلې په شمالي حویجه ښار کې د عراق د پوځ له لوري وځپل شوې د نښتوکچه لوړه شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *