د نیواک ګرو ځواکونو د بریدونو ترڅنګ په قدس کښې د کرېسمس د ونې سينګارول

د قدس د جنوب ختيځ او عېزريه، ابودېس او سواحره سيمو اوسېدونکو تېره شپه د قدس کرېسمس ونه چې د عېزريې سيمې د ننوتو په ګېټ لګېدلې وه چراغاني کړه.

د ولسي مقاومت د ځواکونو د غږملتيا چارواکي سامی ابوغاليه وويل چې هغوي د ونې د راغوزولو او تخريبولو لپاره د صهيونېسټ رژيم د ځواکونو د حملو او کوششونو باوجود هغه چراغاني او د مسيح (ع) د ميلاد جشن جوړ کړې شو چې بالاخره صهيونېسټان ناکامه پاتې شول. او وضاحت يې وکړ چې د اسرائيلي رژيم ځواکونو تېره شپه په عېزريه ښارګي حمله وکړه او د حضرت عيسي (ع) د ميلاد په جشن کښې د ګډون کوونکو په لور يې د غږيزو بمونو په ويشتو سره کوشش وکړ چې هغوي تيت پرک کړي خو ځوانانو د هغوي حملې بې ځوابه پرې نښودې او په کاڼو سره يې هغوي ته ځواب ورکړ.

ګډون کوونکو همدارنګ د فلسطين بېرغ ورپوۀ او د کرېسمس کاج ونه يې د هر قام او قبيلې او د فلسطين د مقاومت او قدس د انتفاضې د شهيدانو او اسيرانو په نوراني تصويرونو سره سينګار کړه. د جشن وېنا کوونکے هم د مقاومت يوغړے محمود زواهره ؤ

سامي ابوغاليه د غاصبو ځواکونو د ردعمل په اړه وويل، د اسرائيلي رژيم ځواکونه د جمعې په ورځ عيزريه ښارګي ته داخل شول او د ونې له تخريبولو او د شهيدانو د تصويرونو چې ورسره لګېدلي وو له مصادره کولو وروسته د مقاومت د غړيو په کور حمله وکړه او په وحشيتوب سره يې د دغه کور سامانونه مات کړل، خو د ښارګي ځوانانو د هغوي د اقداماتو څه پروا ونکړ او ونه يې بيا روغه کړه او يو ځل بيا يې ورسره د خپلوانو شهيدانو او اسيرانو تصويرونه ولګول او په شانداره توګه يې جشن جوړ کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *