د هند لومړي وزیر پر پاکستان د اوبو د بندولو ګواښ کړی

د هند لومړي وزیر پر پاکستان د اوبو د بندولو ګواښ کړی

د هند لومړی وزیر نرېندر مودي وايي، د خپل هېوا د سیند دریاب اوبه به نورې پرې نه ږدي چې پاکستان ته لاړې شي.

نرېندر مودي د پنجاب ایالت په بټنډه ښار کې غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت به یې کرونګرو ته د خورا ډېرو اوبو د برابرولو لپاره هر ګام پورته کړي:

” د سیند اوبه زموږ د کرونګرو حق دی، حکومت یو کاري ځواک د دې ارځولو لپاره ګومارلی چې د طاس تړون له مخې کومې اوبه پاکستان ته ځي، هغه په څه ډول لا ډېرې په خپل کور کې وکارول شي”.

اسلام اباد او نوي ډېلي په ۱۹۶۰ کال سیند طاس تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې، په پنجاب کې بهېدونکي بیاس، راوي او ستلج سیندونو پر اوبو هند واک لري او د سیند، چناب او جیلم سیندونو اوبه د پاکستان په واک کې ور کوي.

په هندي پنجاب کې له پارلماني ټاکنو مخکې لومړي وزیر نرېندر مودي کرونګرو ته په پیغام کې وویل، چې د خپل هېواد د سیند دریاب یو یو څاڅکی اوبه به هم پاکستان ته له تللو وګرځوي او په جمو کشمیر، پنجاب او نورو سیمو کې به یې کرونګرو ته ورسوي.

د پاکستان او هند ترمنځ په تېر کې د جګړو اونښتو پر مهال د نړیوال بانک په مشرۍ د سیند طاس تړون شوی او په تړاو یې کله هم پوښتنه نه ده راپورته شوې.

خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسني تاوتریخوالي په اوږدو کې لومړي وزیر نرېندر مودي له دې مخکې هم پر دغه تړون د بیا کتنې خبره کړې وه.

په تېر سپټمبر میاشت کې هم نوموړي له پاکستان سره د اوبو د وېش تړون د بیا کتلو ګواښ کړی و.

د هندي ورځپاڼو د خبرونو له مخې، لومړي وزیر نرېندر مودي په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې ویلي: ” وینې او اوبه یو ځای نشي سره بهېدلی”.

دا خبره په دې معنا ده چې په نږدې راتلونکي کې نوی ډېلی له اسلام اباد سره د اوبو د وېش تړون په تړاو یو څه کول غواړي.

سیند طاس تړون په ۱۹۶۰ کال کې شوی، چې له مخې یې له کشمېر ترېدونکو دریو سیندونو( سیند، چناب او جیلم) په اوبو کې د پاکستان حق منل شوی او د دې سیندونو ۸۰ سلنه اوبه کاروي.

خو د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي، سیند طاس تړون د اسلام اباد او نوي ډېلی په سلا شوی او د تړون یو لوری په خپل سر ترې ځان اېستلی نه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *