په کندهار کې ۱۷ تنه طالب ترهګر ووژل شول
ملې دفاع وزارت خبر ورکړی دی چې د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۱۷ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ملې دفاع وزارت نن ورځ ( تلې ۱۳) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي ، چې د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د دفاعي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۱۷ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې همدارنګه ددې عملیاتو په پایله کې ۷ تنه طالب ترهګر ټپیان شوي هم دي.
په همدغه حال کې ملې دفاع وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې د لغمان ولایت د علینګار په ولسوالۍ کې هم د ۱۴ تنو طالب ترهګرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.