په فاریاب کې د روغتیایي فعالیتونو درې تنه څارونکي تښتول شوي دي

وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت په اندخوۍ ولسوالۍ کې پر روغتیایي مراکزو د نظارت درې تنه کارکوونکي یرغمل کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون د نن ورځې(غویي۱۴) په خبرپاڼه کې راوړي دي چې دغه درې تنه د غویي په نهمه تښتول شوي او لا تر اوسه ازاد شوي نه دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو یرغمل شوي کسان د اندخوۍ ولسوالۍ څخه شیرین تګاب ته انتقال کړي دي.

د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون د مالوماتو پر بنسټ،دا درې تنه پر روغتیایي مراکزو د نظارت دفتر غړي وو.

لا تر اوسه ددې انسان تښتونې لامل مالوم شوی نه دی.

دغه کسان په داسې حال کې د طالبانو له لوري تښتول شوي دي چې له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ددې ډلې لخوا د ۲۰۰ کسانو د (یرغمل کېدو) خبر ورکړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *