په عراق کې د داعش د ځپلو هڅې

د عراق رمادي ښار په داسې حال کې د داعش وسله والې ډلې لاس ته ورغی چې دې ډلې په تکریت کې سخته ماته وخوړه. د تکریت ماتې د داعش وسله والو روحیه دمره کمزورې کړې وه چې له موصل څخه هم د شاتګ په سوچ کې شول او له دې سره ښاره د داعش د مشرانو د تیښتې په هکله ریپوټونه خپاره شول. داعش په پشپړه توګه په دفاعي حالت کې وو چې یو ځل بیا پاڼه واوښته او دې ډلې په عراق او سوریه کې دوه ښارونه ونیول. اصلي پوښتنه همدا ده، څه وشول چې داعش له دفاعي حالت څخه راووت؟

د رمادي په سقوط کې یو شمیر مهمو عناصرو ونډه درلوده، لومړۍ دا چې د عراقي پوځ یو شمیر مشرانو د قومي تړلتیا له مخې پّ النبار ولایت کې د داعش پرمختګ ته لاره هواره کړه اف بي ای د داعش وسله والی ډلې یوه قومندان ابوسیاف د میرمنې په وسیله داسې اسناد تر لاسه کړي چې یو شمیر پوځي قومندانانو د قومي تړلتیا له مخې له داعش سره مرسته کړې ده او ددوی په مرسته داعش په رمادي ښار کې پرمختګ کړی وو.

همدا ټکی وو چې تیر کال یي له امله د موصل ښار سقوط وکړاو دولت اړ شو تر څو د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې د مبارزې په موخه ولسي ځواک ته مخه کړي او دوی د جګړې ډګر ته را وبولي.

د رمادي ښار د سقوط دوهم لامل پرمختللو او ښو وسلو ته د داعش لاس رسی او په ښه توګه ددوی روزنه وو د ډيریو په آند هغه وسله چې ډاعش ترلاسه کړې او د تونلونو په کیندلو کې چې له هغه وسایلو کار اخلي ددې ډلې له وړتیا لرې خبره ده او ځینې ریپوټونه اسرایل له داعش سره په مرسته تورنوي.

د ریپوټونو له مخې اسرایلو د رمادي او سوریې په پالمیرا ښار کې د جګړې پر مهال د داعش وسله والو کلک ملاتړ کړی او دوی ته یي پرمختللې وسلې ورکړې دي، دې ته په کتو سره ویلای شو چې د عراق کردستان یو شمیر چارواکي هم د اسرایلو او داعش تر منځ په اړیکو کې لاس لري. د کردستان مشر مسعود بارزاني تیره اونۍ په داګه وویل چې له اسرایلو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او ددې رژیم له ټلویزیون سره یي مرکه درلوده.

د داعش لاس ته د رمادي ښار د ورتګ دریم دلیل په دې هکله د امریکا دریځ ټاکنه ده. کله چې تکریت د ولسي ځواک په مرسته د داعش له وسله والو وژغورل شو امریکا اعلان وکړ ترهغې به خپل هوایي بریدونه ودروي ترڅو کې د جګړې له ډګره ولسي ځواک نه وي ایستل شوی. د امریکا ددې فشار له امله عراقي دولت ولسي ځواک د جګړې له ډګره بهر کړ ، خو د ولسي ځواک په وتلو سره دا روښانه شوه چې په الانبار ولایت کې د پوځ یو شمیر قومندانانو د د قومي تړاو له مخې د داعش پرمختګ ته لاره هواره کړه او په دې سره داعش یوځل بیا د پرمختګ سر را پورته کړ چې بیا وروسته حتی امریکا پر دې قومندانانو او د پوځ په کړنه نیوکه وکړه. له دې وروسته کار هغه ځای ته ورسید چې عراقي دولت یوځل بیا د ولسي ځواک لمنې ته لاس اوږد کړ او دا ځواکونه یو ځل بیا ډګر ته را ووتل دوی په لومړي ګام کې وکولای شول د رمادي ښار په ختیځ کې حصیبیه سیمه د داعش له وسله والو پاکه کړي.

په تکریت کې د ولسي ځواک تجربې دا وښوده چې دا ځواکونه کولای شي د داعش وسله والو ته ماته ورکړي او ددوی پر وړاندې ودریږي. د عراق دولت اوس مهال همدي ځواکونوته هیله مند دی. د رمادي ښار اوسیدونکي او قبایل هم په جګړه کې د ولسي ځواک د ونډې اخستو غوښتنه کوي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *