په افغانستان کې د امریکا نوې لوبه؟!

د نولس کالو څخه د ډېر وخت په تیریدو سره چې امریکا د خپلو متحدو هېوادونو پر ملتیا افغانستان ته لښکرې راولیږلې تر څو په خپله غوښتنه یې وسله وال طالبان له مینځه یوسي؛اوس په افغانستان کې په تیزۍ سره نوې لوبه پیل شوي ده.

امریکا له ۱۹ کالو وروسته په لویو لګښتونو سره په یوه فوځي «ماته»کې د هغه ډلې سره مذاکرات وکړل چې د له مینځه وړلو لپاره یې راغلي وو،او د نږدې یو کال خبرو اترو وروسته یې د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

مګر دغه هوکړه لیک او په افغانستان کې وروستي کړنې یې په ځانګړي ډول په «هزاره میشتو»سیمو کې په افغانستان کې د امریکا د نوې کړنلارې او لوبې څخه پرته پورته کړه.

ټولو ته مالومه ده چې د افغانستان هزاره ګانو په هیڅ کومه یوه جګړه کې رول نه دی لرلی او ښځې او نارینه یې د «سولې»په فکر کې دي تر څو د جګړه او نښتې پاې ته ورسیږي.

په همدغه حال کې،په ورستیو کالونو کې  په هزاره ولسونو جګړه تحمیل شوي،په شمال او هزاره جاتو سیمو کې جګړه او مرګونې بریدونه چې داعش ترهګره ډله یې مسوولیت پر غاړه اخلي دغه تحمیلي جګړه روښانه کوي چې «هزاره ګان»یې لمړني قربانیان دي.

په داسې روغتون د تیرې ورځې(غویي ۲۳) برید چې ډېری امیندواره میندې او نوې زیږیدلي ماشومان یې قربانیان ول،په «موعود»ښونیز مرکز برید،د « روښنایي غورځنګ»پر پلویانو برید او هدفي وژنې د هغه مواردو څخه دي چې په مشخص ډول پکې هزاره ګان په نښه شوي دي.

په هغه بریدونو کې چې هزاره ګان پکې هدف شوي وي د داعش له خوا یې پړه پر غاړه اخیستل د امریکا د سیاسي کړنلارې په اړه شکونه زیاتوي؛دا چې د سوریې له جګړې څخه د «فاطمیون»د لیږلو ذهنیت رامنځته شو.

د امریکا په مشرۍ،به سوریه کې فاطمیونو د داعش سره سختې جګړې وکړې تر دې چې زیاتې قربانۍ یې ورکړي دي او که چیرې وکولای شي په هزاره جاتو کې ددې ډلې له لارې د جګړې ډګر ته پیاوړتیا ورکړي،فاطمیون به د خپلو خلکو څخه د دفاع لپاره جګړه کې بدلون راولي.

که چیرې امریکا وکولای شي په دې برنامه (د سوریې څخه د فاطمیون انتقالولو) کې بریالۍ شي د «سوریې»د بیا ځلې جګړې په څیر به دغه سیمو ته هم جګړه راوړې او په ارامتیا سره به د نورو پروګرامونو د عملې کولو په اړه فکر وکړي.

باید هیره نه کړو چې د «فاطمیون» د منځته راتګ او شتون ذهنیت څه وخت وړاندې په یو دقیق په لاره اچول شوي پلان باندې د ځینو رسنیو له خوا په سوداګریزو اعلاناتو سره «کلیې» ورکړل شوه.

په دغه اعلاناتو کې په هدفي توګه د فاطمیون د لښکر بیرغ د داعش ترهګرې ډلې د بیرغ ترڅنګ ننداره کېده؛په داسې حال کې چې په افغانستان کې د داعش راڅرګندیدل ثابت شوي؛مګر په هېواد کې د فاطمینونو د شتون هیڅ سند نه لیدل کیږي.

په افغانستان کې له «طالبانو وروسته» د دا ډول پیل د امریکا له خوا د نویو برنامو پر لاره اچول دي.

مهم ټکی چې د امریکا تر لاس لاندې برنامو په اړه شکونه زیاتوي،نا تایید شوي راپورونه دي چې واشنګټن د هېواد په شمال کې د طالبانو په ورستیو بریدونو کې د هزاره قرباني شویو خلکو لیست او مشخصات غوښتي دي.

ویل کیږي چې دغه اقدام د هزاره ګانو سره د طالبانو او نورو مخالفینو په جګړه کې د فاطمیون احتمالي غړو د پیژندلو لپاره دی،تر دې چې امریکا غواړي په مرکزې سیمو کې د دوې د کورنیو سره مرستې وکړې.

په هر صورت،د امریکا نوې کړنلاره په هغه هزاره ګانو باندې د «تحمیلي»جګړې پیاوړي کول دي چې د سولې،علم او پوهې لپاره یې زیاته قرباني ورکړي ده تر څو دغه قوم ناخوښه جګړو ته راکش کړي او په خپلو برنامو کې بریالي شي.

هر څومره چې دغه قوم له ټولو زیات د علم،تعلیم،پوهې،سولې او ارامۍ په فکر کې دی او دغه کړنې یې په کراتو کراتو د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې روښانه کړي دي.

فرهاد  تاباش ،مدني فعال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *