نورستان ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی

د هیواد په ختیځ کې پروت دغه ولایت چې له طبعیې ښکلا برخممند دی، ورته په دې وروستیو کې د کورنیو سیلانیانو پام زیات شوی دی.

نورستان ته وروسته له هغې دسیلانیانو پام ورواوخښت، چې د چاپیریال ساتنې ادارې دهیواد ملي پارک او دوحشي ژویو خوندي ساتنځای اعلان کړ.

اوسمهال دغه ولایت ته د هیواد له مختلفو ولایتونو ډلې ډلې ځوانان د چکر په موخه ورځي.

جاوید مسرور څو روځې وړاندې د لغمان ولایت  څخه له خپلو ملګرو سره یو ځای نورستان ولایت ته د سیاحت او د دې ولایت له ښکلاو څخه د خوند اخیستو په موخه ورغلی و، له خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: د نورستان ښکلا طبعي ده ښکلی هوا لري باید حکومت ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړی زیاتوي نورستان  غرنی  ولایت دی،  هرڅوک غواړي، چې ترې لیدنه وکړي.

د هغه په خبره، دا چې نورستان ته تلوونکې لاره په غرونو کې ده باید چارواکي یې د امنیت ساتلو له پاره پوره کار وکړي، څو خلک په ډاډه زړه هلته ورشي.

د نورستان ځایي اوسیدونکي وایي، هیله مند دي, چې د سیلانیانو په ورتګ سره به د دغه ولایت اقتصاد لا پیاوړی شي او هم به  ورسره د ځایي خلکو ژوند ښه شي.

دغه اوسیدونکي له حکومت نورستان ته د غځیدلي سرک د جوړیدو ترڅنګ په ګڼو نورو برخو کې د بیارغونې د پروژو غوښتنه کوي.

د دوې په خبره که حکومت په نورستان کې هوټلې جوړې کړي سرکونه جوړ کړي چې د نورو ولایتونو خلک وکولای شي په اسانۍ دغه ولایت ته راشي ډیر خلکو اوس د سرک د خرابوالي له امله زړه نه ښه کوي.

د نورستان ځآیي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت ځنګلونه د قومي تړو  له مخې ساتل شوي او دوی هم د پرمختیایي چارو په برخه کې د پام وړ کار کړی.

د نورستان مرستیال والي هاشم فیضي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  حکومت د پرمختیاي چارو په برخه کې د نورستان په شمول یې د هیواد څلورو هغو سیمو ته ۳۰ میلونه امریکایي ډالر بودیجه بیل کړي، چې چاپیریال ساتنې ملي ادارې ساتلي شوي نومولې.

«مونږ په دې هڅه کې یو، چې دې ولایت کې خپل پلانونه تنظیم کړو له مرکز سره مو هم دغه پلانونه شریک کړي او هیله مند یو، چې نورستان کې به شته ستونزې حل شي .»

له نورستان سربیره کونړ هم په ختیځ کې هغه ولایت دی چې په دې وروسیتو کې یې ښایسته چاپیریال د خلکو پام ځان ته اړولی چې اوسمهال یې سیلانیان له لرې پرتو ولسوالیو لیدنه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *