کرونا؛ ننګرهار کې شاوخوا ۱۰ زره هوټلیان او کار کوونکي بې روزګاره کړي دي

جلال اباد ښار کې د هوټلونو خاوندان وایي نږدې درې میاشتې کیږي، چې په جلال اباد ښار کې یې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر هوټلونه تړلي دي، چې له همدې امله شاوخوا ۱۰ لس زره کسان يې بې روزګاره شوي دي.

د هوټلونو دغه خاوندان په یوې اعتراضیه ناسته کې سره راټول شوي او له ولایتي ادارې د هوټلونو د پرانیستل کیدو غوښتنه کوي.

په جلال اباد ښار کې د هوټلونو د اتحادیې مشر حاجي فضل محمد زاخیل خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: «د هوټلونو په بندیدو سره یې نه یوازې مالي زیان لیدلی بلکې زرګونه کسان هم بې روزګاره شوي دي. نوموړی زیاتوي، که دوې ته د هوټلونو د بیا پرانیستل کیدو اجازه ورکړل شي نو روغتیایي لارښوونې به په پام کې ونیسئ.»

د هوټلونو راټول شو خاوندانو په یوه پریکړه لیک کې له حکومته غوښتې څو یې د هوټلونو مالیه او کرایه معاف کړي، دوې ګواښ وکړ که غوښتنې یې ولایتي اداره ونه مني نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

په ورته مهال د جلال اباد ښار د اصنافو او هټيوالو د خونې مشر عزیز الرحمن عرب خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: «څو ځله یې د هوټلونو د مالکینو یاده ستونزه له چارواکو سره شریکه کړې خو په دې برخه کې تراوسه ولایتي ادارې کوم اقدام نه دی کړی.»

په همدې حال کې ولایتي چارواکي او عامو وګړي اوس هم اندیښنه لري ، چې د هوټلونو په پرانیستل کیدو سره به دې ولایت ته د خلکو تګ راتګ زیات شي او پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمیر به نور هم زیات شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په همدې تړاو خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: «د کرونا سره د مبارزې کمیټې د پریکړې له مخې به جلال اباد ښار کې هوټلونه تړلي وي.»

نوموړی زیاتوي، د کرونا سره د مبارزې کمیټه په دې فکر کې ده که چیرته په جلال اباد ښار کې هوټلونوه پرانیستل شي نو په دې ولایت کې به د کرونا ناروغي نوره هم زیاته شي.

د خوږياني په خبره ، که یاده کمیټه لازمه وګڼي کیدای شي په راتلونکي کې د هوټلونو د پرانیستل کيدو په اړه یو تصمیم ونیول شي.

د یادونې وړه ده ، چې اوس مهال په جلال اباد ښار کې قرنطین نشته او له هوټلونو پرته نور هر څه ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *