داعش ‘د سوري ماشوم ربړولو فلم ډک کړی’

هغه فلم رارسېدلی، چې داعش پکې یو ماشوم شکنجه کوي. دغه ماشوم له تېښتې وروسته خپله کیسه کړې ده.

یو شمیر رسنیو په سوریې کې د سخت دریځو اسلامپالو ډلو لخوا له ماشومانو نه د ناوړه ګټې اخېستنې نوي جزییات تر لاسه کړي دي.

زموږ همکار ته ویل شوي، آن دولس کلن هلکان د وسله والو ډلو لخوا په خپلو لیکو کې د جګړې لپاره ګومارل شوي او پوځي روزنې ورکول کېږي.

ځینې نور تنکي ځوانان د نورو سیالو ډلو د همکارۍ په تور وهل شوي او آن وژل شوي دي.

د احمد په نامه یوه هلک بي بي سي ته داسې شواهد وړاندې کړي، چې په څوارلس کلنۍ کې د ”اسلامي دولت” ډلې د جنګیالیو لخوا ربړول شوی دی.

ډاکټر شیلي ویټمن د رومیو دالایر په نامه یوه داسې بنسټ مشره ده، چې د جګړې په لیکو کې د ماشومانو د ګومارنې پر ضد مبارزه کوي.

نوموړې بي بي سي ته وویل، چې ”اسلامي دولت” ډله د دې تر څنګ پر ماشومانو نور کارونه هم کوي.

د بي بي سي خبریال وايي، په تاوتریخوالي کې را لوی شوي دغه ماشومان په راتلونکي کې د دې سیمې د لا نورې ناکرارۍ لامل کېدای شي.

په ګرځنده تیلېفون اخیستل شوي یوه فلم کې – چې بي بي سي ته ورکړل شوی – ښکاري، چې د ”اسلامي دولت” (داعش) جنګیالي د احمد په نوم د سوریې یو ۱۴ کلن ماشوم ربړوي.

دا وېډیو د داسې چا له خوا ثبت شوې، چې مخکې یې له داعش سره هکاري کوله.

په فلم کې ماشوم په کوتک وهل کېږي او په لاسونو راځوړند شوی دی.

ملګرو ملتونو په سوریه او عراق کې پر داعش او نورو اورپکو ډلو تور لګولی، چې له ماشومانو سره زورزیاتی کوي، او آن په مرګ یې هم سرپه نه کوي.

ویل شوي، دغو ډلو ماشومان او تنکي زلمیان ګومارلي، روزنه یې ورکړې ده، او په جګړه کې ګټه ترې اخلي.

یوه بل ځوان هم بي بي سي ته ویلي، چې په ۱۵ کلنۍ کې له القاعدې سره د تړلې ”نصرت جبهې” لاسونو ته ولوېد، ددغې ډلې په لیکو کې وجنګې، خو ځینې نور ماشومان په جګړو کې ووژل شول.

دغه تنکی ځوان چې له داعش سره یوځای کېده، دغې ډلې ۱۳ کلونو زلمیانو ته هم عقیدوي روزنه ورکوله.

احمد وايي، د ډېر وخت لپاره یې وېروونکي خوبونه لیدل

برقي شارټونه

په فلم کې د احمد سترګې تړل شوې، او مخې ته یې دوه مخ پټي د تورو جامو کسان لیدل کېږي. یو یې چړه او تومانچه په لاس کې نیولي. بل یې کلاشنیکوف په لاس چکر وهي.

دوی احمد پر چت پورې په لاسونو راځړولی او هغه وهي او ډبوي.

هغه ما ته وویل: ”دوی (داعش) زه سخت وډبولم. د اعتراف لپاره یې برقي شارټونه راکړل. ما هم دوی ته هرڅه وویل”.

خپسه

د سوریې شمال رقه ښار کې، چې د داعش په لاس کې دی، احمد وچه ډوډۍ خرڅوله.

دوو هغو کسانو چې دی پېژانده، ترې ویې غوښتل، د داعش راټولېدو ځای ته نژدې د چای پلورلو ځای جوړ کړي.

احمد وویل: ”کله به چې ما ته برېښنايي شارټونه راکول، ژړل به مې او د (مورې، مورې) چیغې به مې وهلې. خو دوی به د برېښنا ولټیژ نور هم زیات کړ”.

”دوی ظاهراً داسې ښکاره کوله، چې ګني مذهبي کسان دي. خو کافران دي. سیګریټ یې څکول. دوی داسې ښکاره کوله چې ګني اسلامي قوانین عملي کوي، خو داسې نه وه. دوی ماشومان وهل او وژل”.

احمد په مرګ محکوم شوی و. خو د داعش د اعدام مامور یوڅه زړه سوی پرې وکړ او د تښتېدو اجازه یې ورکړه.

داعش په سوریه او عراق کې د خلکو ژوند تریخ کړی دی

احمد وايي: ”ډېره په سختۍ به ویده کېدم. کله چې ترکیې ته ورسېدم، ټول وخت به خپسکۍ نیولم. درملنه مې پیل شوه. خو بیا مې هم خوب نه شوای کولی. اوس هم د تېر تیاره وخت وېروونکي خوبونه وینم”.

”هروخت چې سترګې پټې کړم، وېروونکی حالت مې سترګو ته ودرېږي او تر ګهیځ مې خوب وتښتي”.

له هغه سړي سره مو ولیدل، چې د احمد د شکنجې فلم یې ثبت کړی. هغه هم داعش ډله پرېښې او وايي له دې ډلې سره په کار کولو ډېر پښېمانه دی او هیله لري چې خلک یې وبښي.

دی وايي، دغه فلم د تبلیغاتي موخو لپاره ډک شوی و.

خو د هغو کسانو د برخلیک په اړه هېڅ مالومات نه شته، چې احمد یې د فلم ثبتولو پرمهال ربړولی دی.

د یوه نسل تباهي

په هغو سیمو کې چې داعش ”خلافت” اعلان کړی، دودیزې روزنې یې درولې دي او پرځای یې په پوځي سبک ښوونځي جوړ کړي، چې هلته ماشومانو ته عقیدوي زده کړې ورکوي او د وژلو چلونه ورښيي.

په یوه تبلیغاتي وېډیو کې داعش ځینې ماشومان او تنکي زلمیان ښيي چې پر پوځي روزنې بوخت دي او دوی ته د نښې ویشتلو زده کړه ورکوي.

ماشومانو ته د سرونو غوڅولو وېډیوګانې ورښودل کېږي او په وژلو کې هم برخه ورکول کېږي.

خالد – چې اصلي نوم یې نه دی ـ اوس ۱۷ کلن دی. هغه دوه کاله مخکې له ”نصرت جبهې” سره یوځای شوی او په سوریه کې جنګېدلی دی.

بیا له داعش سره یوځای کېدو ته اړ شوی. هغه اوس له دې ډلې جلا شوی، خو هغه مهال په جګړه کې ښکېل و.

ملګرو ملتونو په سوریه او عراق کې پر داعش او نورو اورپکو ډلو تور لګولی، چې له ماشومانو سره زورزیاتی کوي، او آن په مرګ یې هم سرپه نه کوي.

هغه موږ ته وویل، داعش د جګړې لپاره ماشومانو ته ځانګړی پام کوي:

”د داعش په جنګیالیو کې بالغ کسان ډېر کم دي. په روزنیزو ټولګیو کې ما تر ډېره ۱۵ یا ۱۶ کلن زلمیان لیدل، آن ځینې یې ۱۳ یا ۱۴ کلن هم وو. دغه سني ډله ډېره لېواله ده چې د خدای د رضا لپاره وجنګېږي”.

داعش په سوریه او عراق کې د خلکو ژوند تریخ کړی دی.

دا د یوه نسل د تباهي ده. د داعش د حکومت په پوځي برخه کې ماشومان لویېږي او جنګیالي ترې جوړېږي، او د وژلو او کرکې خپرولو زده کړې ورکول کېږي. دغه نسل د سوریې او عراق لپاره په راتلونکو کلونو کې یو لوی سرخوږی جوړوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *