په مصر کې روان حالت

د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي تیره اونۍ د قاهرې د محکمې له لوري د اعدام په حکم محکوم شو. دا په مصر کې د اخوان المسلیمین دځپلو یوه برخه ده او مخکې له دې هم مصري محکمو د اخوان المسلیمین پلویان او غړي په اږد مهاله بند او اعدام محکوم کړي وو. د مصر محکمو په تیرو دوه کلونو کې د اخوان المسلیمین غورځنګ پّ سلګونه غړي اعدام کړي دي. مرسي د هغه کس له لوري په اعدام محکوم شو چې دده له لوري مقام ورکړل شوی. د مصر پخواني ولسمشر د پوځ مشر مارشال حسین طنطاوي له دندې ګوښه کړاو عبدالفتاح السیسي یي دده پر ځای وټاکه ترڅو په خپله دده پر وړاندې یوه ورځ لاس په کودتا پورې کړي. دې محکمې له هغه وروسته چې پوځی حکومت رامنځ ته شو د اخوان المسلیمین د غړیو او په عدام لاس پوری کړی او که چیرې پر دوی ډیر رحم وکړي په اوږد مهاله بند یي محکوموي. خو تر اوسه د مرسي په هکله په ډير احتیاط سره ګام پورته شوی دی. داسې انګرل کیده که چیرې محمد مرسي په اعدام محکوم شي نه یواځې په مصر بلکې په عربي نړۍ کې به د نیوکو، لاریونون او شخړو لمن پراخه او ډیریو سیمو ته به وغځیږي.

خو دمصر حکومت تیره اونۍ ځان ته لږ جرت ورکړ او محمد مرسي یي په اعدام محکوم کړ او نږدې ټولو هیوادونو دا حکم سیاسي وښود. هغه عربي هیوادونو هم چې د محمد مرسي مخالف وو او له پوځیانو سره یي د اخوان المسلیمین په ځپلو کې مرسته وکړه په دې هکله یي پټه خوله غوره کړه او له څه ویلو او یا نظر له ورکولو یي ډډه کړې ده. د محکمې له لوري د محمد مرسي د اعدام حکم د ډیریو لپاره د پوښتنې وړ وو. ددوی په آند د سعودي عربستان په ګډون یو شمیر هیوادونو چې د محمد مرسي په ځپلو کې یي له پوځیانو سره مرسته وکړه او په ځینو برخو کې یي د اخوان المسلیمین حکومت د نسکورولو لپآره پوځیانو ته لاره هواره کړه خو اوس دا هیوادونه له اخوان المسلیمین غورځنګ سره د اړیکو د ټینګښت هڅې کوي.

د خلیج څنډې عربي هیوادونه د عربي نړۍ په لانجو کې سخت بند پاتې دي دوی د خپلو ولسونو لپاره هم تر پوښتنې لاندې راغلي او اوس یي چې د جګړو په ډګرونو کې ماته خوړلې د اخوان المسلیمین مخ ته یي د ملګرتیا او دوستی لاسونه اوږده کړي دي ترڅو په عربي هیوادونو کې ددې غورځنګ له نفوذ څخه کار واخلي او ددوی ملاتړ تر لاسه کړي چې په دې سره به له دې غورځنګ سره یوډول ملګرتیا ولري.

د عرابو لپاره اخوان المسلیمین ته ور نږدې کیدل یوه اړتیا ده حتی که چیرې اخوان المسلیمین پر دوی باور او اعتبار هم ونلري خو دو به دا هڅه کوي ترڅو یو ځل بیا د ددې غورځنګ ملاتړ تر لاسه کړي.

اخوان المسلیمن په ځپله ځپنه کې د عرب هیوادونو په ځانګړې توګه د ریاض رول په هکله چې ددوی د ځپلو په برخ کې یې له پوځیانو سره کړې وه بشپړ مالومات لري، نو له دې مخې وړاند وینه به ډیره ستونزمنه وي چې ووایو اخوان المسلیمین به د عرابو غوښټنې او ښو اړیکو ته هوکړې سر وخوځوي او له دوی سره به معامله وکړي. دا مسلم ټکی دی که اخوان عربي هیوادونو ته ښه مخ وښيي او که نه خو دا هیوادونه به بیا هم د اخوان المسلیمین د ملاتړ د تر لاسه کولو ډیرې هڅې وکړي.

دې برخې ته په کتو سره چې د عرابو او اخوان المسلیمین ترمنځ د نږدې والي هڅې ډيری شوې. ویلای شو چې جنرالان له دې اړیکو څخه په ا ندیښنه کې دي. دوی اوس هڅه کوي ترڅو په محکمو کې د اخوان المسلیمین د پلویانو پر وړاندې له سختو حکمونو څخه کار واخلي ځکه که چیرې یو وخت د اخوان المسلیمین او اعرابو ترمنځ د اړیکو نږدې والي ته لاره هم هواره شي دا خبرې او نږدې والی به تر ډيره ګټور نه وي او پر دوی به تر ډيره فشار شتون ونلري.

د محمد مرسی او د اخوان المسلیمین نورو غړیو اعدام کیدای شی موخه ایز وی ترڅو دا غورځنګ ونشي کولای په عربي هیوادنو کې خپل ملاتړې پیدا او له دوی سره په ښه توګه ا ړیکې ټینګې کړي.

د اخوانیانو د مشرانو پر وړاندې د اعدام د حکم دوهم لامل د مصر پارلماني ټاکنې دي. د مصر حکومت ددې ټاکنو نیټه غځولې ده. اسلام پاله او په مخکې اخوان المسلیمین د مبار رژیم پر مهال دا ښودلې وه چې په خپل نفوس سره حکومت څنډې ته کولای شي او د ټاکنو له لارې واک تر لاسه کولای شي.

کله چې اخوان د اعدام تر کچې رسول کیږي ددې غورځنګ پلویان یو پیام ترلاسه کوي هغه دا چې دوی ته به پارلمان ته د تګ ا جازه ورنکړل شي دا تګلاره ددې لپاره ټاکل شوی چې اسلام پاله ډلې تر ډيره خپلو بریاوو ته هیله مند نشي او پارلمان ته له تګه ډډه وکړي او یا لږ تر لږه اوسنۍ امنیتي فضا تر اغیزې لاندې راشي.

د پوځیانو حکومت په هیڅ ډول سره نغواړي ترڅو اخوانیانو ته دا وخت په لاس ور کړي نو له دې مخې ددوی د ځپلو لپاره یي لستوڼي بډ وهلې دي او د لویدیځوالو له لوري یي هم خاطر جمع دی او په دې برخه کې کومه اندیښنه نلري. اروپا او امریکا د ا سرایلو د امنیت لپاره هم د اخوانیانو په ځپلو کې پر پوځیانو نیوکه نکوي بلکې د جنرالانو کړنې دوی ته د منلو وړ دي. له دې سره چې د اخوان المسلیمین یوکلن حکومت د اسرایلو پر وړاندې هیڅ ډول غبرګون ښکاره نکړ او په قاهره کې ددې رژیم سفارت خونه د تیر په څیر پرانستلې پاتې وه د اسرایلي رژیم او قاهرې ترمنځ اړیکې هم د پخوا په څیر په عادي بڼه وې. خو لویدیځ اخوان المسلیمین د اسرایلو د راتلونکې لپاره یو ډول ګواښ بولي په داسې حال کې چې حماس هم د اخوان المسلیمین له ملاتړ څخه برخمن دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *